د افغانستان مخالفین بایددپاکستان د آی،اس،ای دتاثیر ځخه نجات پیداکړي
رحمت اله  روان رحمت اله روان

که نړیواله ټولنه په رښتیا په افغا نستان کی سوله او آمن غواړی تر هر بل اقدام غوره اقدام دادی چه په افغا نستان کی دمخالفینوسره دخبرو اومذاکراتو پرځای دپاکستان داستخباراتو ( آی،اس،آی) سره خبرو ته کښینی او هغوی دی ته په هره لازمه لاری چی وی اړباسی ترځووخپلو هځو او تلاشونوته دمداخلی په عوض په افغانستان کی سولی او امنیت ته وقف کړي تر ځو چه جهانی ټولنه ودغه اقدام ته توجه ونه کړی دتیر په شان به هیځ کنفرانس،اوغونډی دافغانستان په باب نتجه ور نه کړی داځکه چی دپاکستان نظامی استخبارات دډیری مودی را هسی دافغا نستان دمخالفینوسره په پټه او ښکاره په ارتباط کی دی او دهغوی څخه یی دخپل سیاست په نفع په افغانستان اوځینونورو ساحو کی پراخه استفاده کړی ده،داچی جهانی ټولنه تلاش کوی چی دافغانستان مخالفین له القاعدی ځخه جلا کړی  په عین حال کی په دی باندی هم باید فکر وکړی چه ځرنګه کولای شی دافغا نستان ددولت وټولو مخالفینو ته دپاکستان د،آی،اس،ای له مستقیم تاثیر او نفوذ ځخه نجات ورکړي ، داچه دسیمی او نړی اکثره کارپوهان پردی نظر موافق دی چی دافغانستان دمشکلاتو دحل کلی ګانی په پاکستان کی دی دپاملرنی او توجه وړ دی هغه په دی منظور چی دافغانستان ټول مخالفین له ډیرمودی راهسی دپاکستان داستخباراتو سره دمختلفو لارو ځخه په استفاده اسیر دی دهغوی هره کړنه او فعالیت په افغا نستان کی د ،آی،اس،ای په مشوره او مستقیم هدایت تر سره کیږی البته که دا دسولی او پخلاینی فعالیتونه  اویاهم دجنګ او جګړی اقدامات وي.

ډيرى شنونکي په دې نظردی، چې يوازې لويديز نه شې کولاى له طالبانو سره دسولې پروسه پرمخ بوځي ،بلكې په سيمه کې ګاونډي هیوادونه په ځانګړې توګه پاکستان له طالبانوسره د سولې په برخه كې بشپړه همکاري کولاى شي .که چیری پاکستان خصوصا دهغه ځارګره فوځی اداره(آی،اس،آی) په رښتیا او پوره اخلاص د زړه له كومې وغواړي، چې مخالفین دسولې په پروسه کې راګډ کړي، نو دا کار په اسانۍ سره کولا ى شي ،ځکه پاکستان يو له هغو هیوادونو څخه دى، چې په ښکاره د مخالفینو ملاتړکوي ،نو په دې اساس له مخالفینوسره د سولې په پروسه کې د پاکستان ونډه ډيره اړينه بلل کيږي. ، د افغانستان متحدين په ځانګړي ډول امريکا اوس دې ته ليواله ده ،چې افغان مخالفین له القاعدی څخه بيل کړي او په دې ډول يې د افغانستان په سياسي پروسه کې راګډ کړي .

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونوعمومي قوماندان جنرال مك كريسټال وايي، چې د ۳۰ زره نويو امريكايي پوځيانو په راتګ سره به مخالفین دومره کمزوري شي، چې جګړه پرېږدي او خبرو اترو ته غاړه كښیږدی. مك كريسټال فايننشل ورځپاڼې ته په يوه تازه مركه كې وويل، چې دى په افغانستان كې د خپلې تجربې له مخې په دې باور دى، چې جګړه ډیره شوه نوره بس ده او د ستونزې د اواري لپاره بايد يوه سياسي حل لاره ولټول شي. مك كريسټال په احتمالي توګه وويل، چې كیدای شي طالب مشران په راتلونكي كې د افغانستان د حكومت يوه برخه شي. دنوموړی په جواب کی باید وویل شی چی دغه کار تنها هغه وخت امکان لری چی دپاکستان فوځی استخباراتو باندی نسبت ومخالفینوته فشار واچول شی.

د سياسي چارو زیاتره كارپوهان که به خارج کی دی اویا دهیواد ځخه بهر دي ټول په دی نظر دي ، چې ددولت له وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو په برخه كې تر ټولو اغيزناك لامل د جګړې پر تمويلوونكو د فشار راوستل دي او څومره، چې دا فشار ډېريږي، هغوى د خپلو دريځونو بدلون ته اړوځي. د  سیاست پوهانو په وينا، په افغانستان كې يوه استخباراتي جګړه ده او څنګه، چې د استخباراتي او پوځي كړيو په دريځونو كې بدلون راشي، جګړه هم خپل اړخ ورسره بدلوي.اوش چی دراتلونکی پنچشنبه په ورځ دورانی جنوری په ۲۸ نیټه په لندن کی دمخالفینو دپخلاینی په خاطر کنفرانس دایریږی داسې وېره ده كه ولسمشر حامد كرزى د لندن په كنفرانس كې له وسله والو ډلو سره د خبرو اترو او پخلاينې طرح وړاندې كړي، د ناټو د غړو ترمنځ به د يادې شوې مسالې پر سر درز او لوی اختلاف راشي هغه داچی ((د ناټو د غړو- برېټانيا او امريكا ترمنځ د نظر اختلاف له ډېر پخوا راهيسې موجود ؤ. ددغو اختلافونو رېښه له پاكستان سره په مناسباتو كې ده. امريكا پر پاكستان فشار راوړي ، چې صادقانه مرسته وكړي، خو برېټانيا د خپلو ګټو په خاطر د ډېر فشار پلوي نه ده)). ، د طالبانو په قضيه كې هم د ناټو د غړو ترمنځ د نظر اختلافونه شته او كله كله داسې انګيرل كيږي، چې يو شمیر هغه له پاكستان پلوه طالبانو سره خواخوږي لري.

فیننشل ټایمزورځپاڼې راپور ورکړ د پاکستان استخبارات ،چې د دې ورځپاڼې د راپور له مخې ،په افغان طالبانو کې نفوذ لري،وايي چې دا اداره چمتو ده چې د هند په وړاندې د سیالۍ لپاره په سیمه کې د نفوذ او اغیزو خاطر د امریکا د قوي ملاتړپه بدل کې د افغانستان د شخړې د پای ته رسولو لپاره د خبرواترو لار اواره کړي

 د پاکستان د استخباراتویوه پخواني مقام ،چې له طالبانوسره پیژنی،وویل :«که نړۍ غواړي چې موږ نه یوازې طالبان د خبرومیزته راولو بلکې خبرو ته د هغوی په کښېنولواو بریالیتوب کې فعال رول ولوبوو باید زموږامنیتي ستونزې او چلینجونه ومنل شي

فیننشل ټایمز وايي د پاکستان د مرکزي حکومت یوه وزیراندېښنه څرګنده کړه چې افغانستان ته د دېرش زره اضافي امریکايي سرتېرو له رسېدو سره به زیات طالبان د پاکستان خاورې ته واوړي

هغه وویل :«موږپوهیږو چی دوی ولسي ملاتړ نه لري.افغانان به احتمالاً هیڅکله د دوی استازو ته رایې ونه کړي چې په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړي.خو یوازې او یوازې د پاکستان په مرسته به د سیاست لوړو کچوته د دوی رسول د امریکا له لوري د بغاوت ضد عملیاتو په نسبت په افغانستان کې د ثبات له راوستلو سره زیاته مرسته وکړي

فیننشل ټایمز لیکي چې د آی ایس آی له لوري خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې پاکستان په سیمه کې خپلو هدفونو ته د رسیدلو لپاره له امریکا څخه امتیازونه ترلاسه کولی شي

ورځپاڼه زیاتوي چې په آی ایس آی کې ځینې عناصرد طالبانود مشرانو، چې باور دی په پاکستان کې مېشت دي، ساتونکي اوپالونکي ګڼل کیږی.

د آی،اس،آی پخوانی مامور کرنیل امام چې وايل کیږی طالبان یې روزلي دي ويلي دي چې که د ملا عمر سره خبرې ونه شي نو د طالبانو سره د خبرو کولو هڅې به ناکامې شي.

کرنیل  امام چې خپل نوم یې بريګيډير سلطان امير داخبره یی دګلوبل اومیل ورځباڼی ته کړي ده، دی وايي چې د ملا عمر به خبرو ته زړه کیږی. خو وايي چې د طالبانو د تقسيمولو کوښښ بايد ونه شي او هر څوک چې ملا عمر پرېږدي نو بيا په طالبانو کې نه شمول کیږی.

کرنیل امام چې ملا عمر یې په ۱۹۸۵ کال کې روزلی او له ۱۹۹۴ کال راهيسي یې ورسره له نږدې کار کړی دی وايي چې د لندن په کنفرانس کې د پيسو ورکولو له لارې د طالبانو تقسيمول سم پلان نه دی.

کرنیل امام په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په هرات کې د دې هیواد کونسل او په افغانستان کې د تبليغي جماعت مشر و. نوموړی او نصيرالله بابر د طالبانو د غورځنګ پلرونه بلل کیږی.

کرنیل امام وايي چې ((ملا عمر ډېر قدرمند او خپل هیواد ته مخلص دی  ملا عمر [د مشکل] یواځينی ځواب دی او په خبره پوه سړی دی.)) کرنیل امام وايي چې د ملاعمر به دې ته زړه کیږی چې د امريکايانو سره یوې موافقې ته ورسیږی چې له مخې یې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او پيسې هم ورکړي چې هیوادیی پرې ودان کړي. کولونيل امام وايي چې په دې اړه مرسته کولای شي خو وايي ايا په امريکايانو باور کولای شم؟

کرنیل امام وايي چې ملاعمر جګړه نه غواړي او سوله غواړي. ((هغه خپل هیواد ته سوله غواړي، خپل هیواد بربادول نه غواړي

د ګلوبل او میل ورځپاڼه چې د کرنیل امام سره یې مرکه کړې ده وايي چې ځيني کسان وايي چې کرنيل امام اوس هم د طالبانو سره اړيکي لري او په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې ليدل شوی دی چې طالبانو ته لارښوونې کوي پای


January 27th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات